د لاس رسي وړ اتصالات

پوټېن او انگېلا مرکېل د اېران د اټومى پروگرام او امرېکا د توغندېو په دفاعى نظامى خبرى کوى


د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین او د جرمني صدراعظمې انگیلا مرکل د ایران د اتمي پروگرام او په ختیزه اروپا کې د امرېکا د میزایلوپه دفاعي نظآم خپلې خبرې متمرکز کړې وې.

میرمن مرکل د ښاغلی پوتین سره له خبرونه مخکى د عسکري مراسموپه ترڅ د جرمني د ویسبادن په جنوب لویدیز ښار کې دهغه هرکلى و کړ. دوی به وروسته خپلې خبرې پیل کړي.

پخوا، میرمن مرکل ويلي ؤ چې دا به د پوتین سره په ایران باندې چې نه غواړی خپل اتمي پروگرام ودروي د نویو بندیزونو لگولو د اړتیا په برخه کې خبرې وکړي.

ښاغلی پوتین به خپل مخالفت د امریکا د میزایلو ضد سیستم د سره چې غواړي په پولند او د چک په جمهوریت کې نصب کړي، وښیي.

امرېکا وايي چې د توغندېو دفاعى نظام ته ددې لپاره اړتېا ده چې د اېران او شمالى کورېا په څېر هېوادونو د گواښ مخه ونېول شي خو له روسېې سره دا وېره موجوده ده چې دغه پروژه به د دوى امنېت ته خطر پېښ کړى.

د امرېکا د باندنېو چارو وزېر کانډو لېزا راېس د ښاغلى پوټېن دا غوښتنه رد کړېده چې وايي دتوغندېو په مقابل ېک د سپر جوړولو پلان بند کړى.

هغې داخبرې تېره اونى په روسېه کې دخپلو خبرو په ترڅ کې وکړې.

مېرمن مرکېل ووېل پکارده چې امرېکا د توغندېو د دفاعى نظام د جوړولو په مسله دناټو له نورو غړېو هېوادونو سره ددې لپاره سلا مشوره وکړى چې ددې مسلى په سر له اروپا سره د اختلاف نظر مخه ونېول شى.

XS
SM
MD
LG