د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو استازی: یاغیان او د مخدره مواد و تجارت د افغانستان ثبات تهدېدوي


په افغانستان کې دملگروملتونو ددفتر مشروائې، یاغیان او دمخدره موادو تجارت دهیواد ثبات تهدېد کړیدی. ټام کونیگز پرون د دوشنبی په ورځ دملگرو ملتونو دامنیت شورا ته وویل، په افغانستان کې داپینو تولید ددوه زره شپږم کال نه تردوه زره اوم کال پورې په درو کې یوه برخه زیات شوېدى.

هغه وویل، کیدای شی چې بغاوت او د مخدره موادو تجارت حکومت ته چې لا دپخوانه کمزوری دی، تاوان ورسوی.

د افغانستان دکورنیوچارو وزارت پرون ددوشنبی په ورځ ووېل هغه سړی چې دځان وژنی نیت ئې لاره خپل ځان اوخپله کورنې ئې هغه وخت ووژله چې د چاودیدونکو موادونه ډک واسکټ ئې له وخت نه دمخه وچاودیده.

د کورنیو چارو وزارت داهم وائې، له ځان وژونکی نه پرته په کورنې کې دهغه مور، خوراویولس کلن ورور دیکشنبی په ورځ په چاودنه کې ووژل شول. دا پیښه دافغانستان په ناارامه ولایت ارزگان کې شویده .

XS
SM
MD
LG