د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ او سر تېري د اوربندپه موافقه خبرې کوي


په شمالى وزېرستان کې قبېلوي مشران وايي چې دوى د حکومت له قواو سره داوربند ېوې موافقى ته رسېدلي دي. فېض الله خان چې دېوې قبېلوي شورا مشر دى وايي چې دغه روغه جوړه ددوشنبى په شپه وشوه.

هغه ووېل چې امنېتى قواوې د پوځ له هغو پوستونه دوتلو په حآل کې دي چې دافغانستان د سرحد په اوږدو کې پرتې دى.

خو د پاکستان پوځ داخبره ردوي چې دوى داوربند موافقه کړېده. هغوى وايي چې داوربند د موافقى لپاره خبرې روانى دي.

د پاکستان د پوځ نطاق تورن جنرال وحېد ارشد وايي د اوربند په باب وروستى پرېکړه نن د سه شنبى په ورځ کېدلى شى.

هغه ووېل چې پوځ هغه سړکونه چې مخکى ېې بند کړي ول بېرته خلاص کړېدى چې دملکى خلکو لپاره په تلو راتلو کې اسانتېا وې برابرې کړى.

تېره اونۍ د پاکستان چارواکېو ووېل په سرحدى علاقه کې ٢٥٠ کسان د څلور ورځنېو عملېاتو په ترڅ کې چې د طالبانو دپلوېانواو حکومتى قواو ترمنځ وشول وژل شوېدى.

XS
SM
MD
LG