د لاس رسي وړ اتصالات

وېلادېمېر پوټېن: د کسپېن هېوادونه باېد د خارجې لاسوهنى په وړاندې سره ېوموټى شى


د روسېې جمهور رئېس وېلادېمېر پوټېن په دې ټېنگار کړېدى چې هغه ټول هېوادونه چې د کسپېن له سمندرگى سره سرحد لرى هغوى باېد ددى اجازه ورنکړى چې ددوى له خاورې دنه د کسپېن د سمندرگى په بل هېواد باندى حمله وشى.

پوټېن په تهران کې د کسپېن د سمندرگى د غاړې هېوادونو د مشرانوپه غونډه کې نن د سه شنبى په ورځ خبرى کولى.

هغه په پنځو واړو هېوادونو باندى غږ وکړ چې دا تعهد وکړى چې په سېمه کې د بهرنې مداخلى مخه ونېسى. په دغه عالى غونډه کې روسېه، اذرباېجان، قزاقستان او ترکمنستان شامل دى.

د روسېې جمهور رئېس د کوم خاص هېواد نوم وانه خېست خو دهغه په وېنا کې د امرېکا په ملاتړ دهغه پاېپ لاېن له جوړولو سره سخت مخالفت وسو چې له اذرباېېجان نه به تېرېږى او د کسپېن د سمندرگي منابع لوېدېځ ته ورسوى.

دهغه تبصرې داسى هم تعبېر شوېدى چې هغه دوامدارې اوازې چې وايي امرېکا ښايي داېران خلاف ددې لپاره نظامى اقداماتو باندې غور وکړى چې د خپل اټومى پروگرام په باب دغرب له غوښتنو سره مقاومت کوى او نه غواړى چې د خپل اټومى پروگرام په برخه کې هرڅه برالا کړى.

رپوټ وايي ښاغلى پوټېن دروسېې اولنى جمهوررئېس دى چې داېران د ١٩٧٩ مېلادى کال د اسلامى انقلاب نه وروسته ېې اېران ته سفر کړېدى.

توقع ده چې هغه به په دغه سفر کې داېران د ستر مذهبى مشر اېت الله على خامنه ېي او همدارنگه د اېران له جمهوررئېس محمود احمدى نژاد سره لېد نى کتنى وکړى.

د روسېې چارواکي وايي چې داېران د اټومى پروگرام په باب خبرې به ددغو ملاقاتونو په ترڅ کې د مهمو خبرو په سر کې واقع وى.

XS
SM
MD
LG