د لاس رسي وړ اتصالات

په ١٩٦١ میلادی کال کی په پاریس کی دوه سوه الجزایریان قتل عام وشول


د کال ١٩٦١ د اکټوبر پر اوه لسمه د پاریس پولیسو هغه څه باندی دوه سوه الجزایریان قتل عام کړل چی په ښار کی یې د سولی دهغو خبرو د ملاتړ دپاره مارش کاوه چی د فرانسې څخه دالجزایر د استقلال اخیستلو دپاره رواني وې.

په هغو شپو ورځو کی په پاریس کی تاوتریخوالی ډېر زیات وو او دالجزایر ټروریسټانو هم په ښار کی بمونه چاودل او هم یې د فرانسې پولیس قتلول.

ددې په جواب کی د پاریس د پولیسو قوماندان موریس پاپون امر وکړ چی په هغه ښار کی پر الجزایریانو باندی حمله وکړی او خپلو صاحب منصبانو ته یې ویل چی دوی به هیڅوک د افراطی اعمالو په گناه محاکمې ته کش نه کړی.

پولیسو د الجزایریانو د اوسېدلو ځایونه تلاښی کول او مخکی له هغه چی د الجزایریانو پر دېرش زره کسیزه مظاهره باندی ډزي وکړی ډېر بېگناه کسان یې ووژل.

په بله ورځ د فرانسې حکومت رسمی احصاییه خپره کړه او وې ویل چی په هغو ډزو کی درې تنه وژل سوي او اوه شپېته تنه زخمیان سوي دی، خو عینی شاهدانو دا رقم رد کړ او وې ویل چی د مړو شمېر تر دې ډېر زیات دی.

په کال ١٩٨١ کی څرگنده سوه چی پاپون په نړی وال جنگ کی د جرمینانو له خواد فرانسې د اشغال په وخت کی له نازی المان سره همکاري کړې وه.

هغه د بودجې د وزیر په حيث له کاره برطرفه سو او په کال ١٩٩٨ کی په لس کاله بند محکوم سو.

XS
SM
MD
LG