د لاس رسي وړ اتصالات

د جنگ زبلی افغانستان او شاوخوا ملکونو ترمنځ په سېمه اېزه سطحه ېو مهم اقتصادی کانفرانس رابلل شوی دی


د جنگ زبلی افغانستان او شاوخوا ملکونو ترمنځ په سېمه اېزه سطحه د تجارت دزېاتولو په منظور ېو مهم اقتصادی کانفرانس رابلل شوی دی چه کوربه ېې هم په خپله افغانستان دی.

د لسو مختلوفو ملکونو مشران په هرات کې نن د اقتصادی همکارئ د سازمان اېکو د کلنئ غونډې لپاره راټولېږی.

په دغه سازمان کې افغانستان، پاکستان، اېران، ترکېه، ازرباېجان، او د پخوانی شوروی اتحاد پنځه نور جمهورېتونه غړېتوب لری.

ټاکل شوی ده چه په دی پنځه ورځنی کانفرانس کې به د تجارت او ترانسپورت د نظام د ښه کولو نه علاوه په ېو شمېر نورو مساېلو باندی هم خبری وشی.

په افغانستان کې د موجوده بې ثباتئ او ناکرارئ باوجود افغان مشرانو دا هېله څرگنده کړی ده چه افغانستان کولی شی ېوه ورځ د اسېاېې ملکونو تر منځ د تجارت لپاره د ېوه ترازېتی پله حېثت غوره کړی.

افغان ماموران دا هېله هم لری چه د اېکو غړی ملکونه به د افغانستان په بېا ابادولو کې مرسته وکړی. په هرات کې سخت امنېت نېول شوی دی.

په دغه ولاېت کې هم حکومت د وسله والو سړو د حملو سره لاس په گرېوان دی او کوښښ کوی چه د طالبانو بغاوت وزپی.

XS
SM
MD
LG