د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان حکومت وايي بېنظېر بهټو دې خپل سفر د امنېتى اندېښنو په سبب وځنډوي


د پاکستان پخوانى لومړۍ وزېرې بېنظېر بهټو دا خبره تائېد کړېده چې دابه د پنجشنبى په ورځ ېعنې سبا پاکستان ته ولاړه شى او د خپلې خوښې جلاوطنى به ختمه وکړى.

هغې په دوبۍ په ېوه خبرى کنفرانس کې ووېل چې دا به د پاکستان دکراچى ښارته پروازوکړى که څه هم د پاکستان او عربو سرتېرو له خوانه ډېر گواښونه ورته شوېدى.

هغې دا وعده هم کړېده چې دېموکراسىبه تامېن کړى. هغې ووېل ددې ورتگ به په پاکستان کې له دېکتاتورى نه ددېموکراسى په لور د پېل پړاو وى.

جنرال پروېز مشرف له هغې نه خواهش وکړ چې خپل سفر ترهغه وخت پورې وځنډوى چې د پاکستان ستره محکمه په دې فېصله وکړى چې اېادى د بلې دورې لپاره د جمهورى رېاست قانونى حق لرى او که نه.

دواړو مشرانو د قدرت د شرېکولوپه ېوه روغه جوړه او معامله باندى خبرى اترې کړېدى. د پاکستان جمهور رئېس ېو فرمان صادر کړېدى چې دهغه پر بنا د بېنظېر بهټو ته عفو اعلان شوېده او د ادارې فساد هغه ټول تورونه چې داېې په ١٩٩٩ مېلادى کال کې جلاوطنىته اړکړه له منځه تللى شى. د اقتدار دشراکت د معاملى لپاره دا لومړى پړاو گڼل کېږى.

مېرمن بهټو دا رد کړېده چې دې له جنرال مشرف سره دغه ډول معامله کړېده. هغې ووېل چې ددېموکراسى په لور د بدلو ن لپاره ورسره مذاکرات کړېدى.

د پاکستان ستری محکمی په هغو درخواستونو باندی غور کول ځنډولی دی چې مقصد ېې د جمهوری رېاست د دوهمی دورې لپاره د جمهور رېس پروېز مشرف د بېا ټاکل کېدو په مسله فېصله کول دي.

ستری محکمی ته څو عرېضی شوی دی چه واېې په داسی حال کې چه ښاغلی مشرف د پوځ لوی درستېز وی نشی کولی چه د جمهوری رېاست په څوکی هم کښېنی.

نن ستری محکمی ېو لنډه استماعېه غونډه وکړی او موافقه ېې وکړه چه په دی باب د مخالفانو درخواستونه د غور لپاره د ستری محکمی د رېس افتخار محمد چودری په رېاست د قاضېانو ېو اتلس کسېز هېت ته وړاندی کړی.

ستری محکمی اجازه ورکړی وه چه د جمهوری رېاست انخابات دې په خپله نېټه وشی خو د انتخاباتو کمېسون ته ېې دا امر وکړ تر څو چه په دی درخواستو نو باندی وروستئ فېصله نه وی شوی، د جمهوری رېاست د انتخاباتو نتېجه دې رسما نه اعلانوی.

جنرال مشرف دغه انتخابات چه د اکتوبر په شپږمه نېټه وشول، په قاطع اکثرېت وگټل، مگر د پاکستان په پارلمان کې مخالفو گوندو ورسره مقاطعه وکړه او راېې ېې ورنه کړی.

معلومه نه ده چه ستره محکمه به په دی باب بېا کله غور کوی. جنرال مشرف وعده کړی ده چه د خپلی نوی پنځه کلنی دورې د شروع کېدو نه مخکی به د پوځ د قوماندانئ نه استعفا وکړی.

د پاکستان مسلم لېگ گوند هم اعلان کړی چه ددغه گوند مشر او پخوانی لومړى وزېر نواز شرېف هم د نومبر په مېاشت کې خپل ملک ته راروان دی مگر کومه خاصه نېټه ېې ونه ښودله.

نواز شرېف په عمري قېد باندی محکوم شوی ؤ خو جنرال مشرف اجازه ورکړه چه د ېوې موافقې په اساس به جلاوطنی غوره کوی.

XS
SM
MD
LG