د لاس رسي وړ اتصالات

په کراچی کی د بېنظیر بوټو د موټرونو په کاروان باندي د بمونو حمله سوې ده


په کراچی کی د بېنظیر بوټو د موټرونو په کاروان باندي د بمونو حمله سوې ده. د پاکستان پولی سوایی د کراچی په ښار کی د پخوانۍ صدراعظمی بېنظیر بوټو د موټرونو له کاروان سره نیژدې دوې چاودني سوي دي.

لومړني رپوټونه وایی درانه تلفات رسېدلي دی. مقامات وایی مېرمن بوټو روغه رمټه ده مگر معلومه نه ده چی چېری ده.

په صحنه کی حاضر خبریالان وایی لږترلږه اوه تنه وژل سوي دي او په لس هاو زخمیان روغتونونو ته وړل سوي دی.

نا تایید سوي رپوټونه وایی چی شل تنه ښایی مړه وی. دغه دوې چاودني د هغې د موټرونو د کاروان سره نیژدې مخکی له هغه وسوه چی دهغې د موټرونو د کاروان زره پوښ لاری موټر ورته را ورسېږی.

XS
SM
MD
LG