د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي د پېچلي تخنیک د هغو وسلو تحقیقات کوی چی د طالبانو له خوا استعمالیږی


د افغانستان د دفاع وزیر عبدالرحیم وردگ وایی چی استخبارات یې د پېچلي تخنیک د هغو وسلو د اصلي منبع په باب تحقیقات کوی چی د یاغي طالبانو له خوا استعمالیږی.

مگر هغه په افغانستان کی د امریکایی قواو د عمومي قوماندان ‏(‎ ډېن میک نیل‏)‎ د وینا په خلاف چی ویلي یې دي دا وسلې په ایران کی جوړیږی څه ونه ویل.

که څه هم چی افغان مامور پرون د پنجشنبې په ورځ د پنټاگان یوه خبري کنفرانس ته وویل چی دغه وسلې افغانستان ته رسول کیږی، مگر هغه وویل چی ایراني مامورینو دا آوازې رد کړي دي چی دوی یاغي طالبانو ته بمونه لیږی.

د امریکا د دفاع وزیر پرون وویل چی دی هم په دې باور لری چی طالبان د ایران نه مرستي تر لاسه کوی مگر هغه ونه ویل چی په څه ډول.

جنرال میک نیل پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چی د ناتو قواو د سیپټامبر په پنځمه د موټرو هغه کتار چی د افغانستان په لویدیځه سیمه کی د ایران نه را روان و په لاره کی ودراوه او په دې موټرو کی یې د پرمخ تللي ټیکنالوجۍ بمونه پیدا کړل.

هغه وویل چی دا به سخته وی چی څوک دی باور وکړی چی د پېچلي تخنیک د داسی وسلو په باب دی چی د ایران نه را وځی د هغه ملک مقامات خبر نه وی.

XS
SM
MD
LG