د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اتمی چارو سترمرکچې استعفئ وکړه


د ایران د حکومت نطاق وائې، د دغه هیواد د جنجالی اتمی پروگرام ستر مرکچی علی لاریجانی استعفئ وکړه.

د ایران رسمی خبری اژانس ‏(‎ایرنا ‏)‎ نن د شنبی په ورځ د حکومت د نطاق غلام حسین الهام له قوله وائې، ښاغلې لاریجانی په پر له پسی توگه د استعفئ غوښتنه کوله او بالاخره جمهور رئیس محمود احمدی نژاد د هغه استعفئ ومنله.

لیکن د ښاغلې لاریجانی داستعفئ دلیل ندی څرگند شوی. ښاغلې لاریجانی وویل، دی پدی هفته کې دسه شنبی په ورځ په روم کې د اروپائې اتحاد د بهرنی پالیسی د مشر هاویر سولانا سره نوری خبری وکړی.

د ایران د حکومت نطاق وویل، توقع ده چې دلاریجانی په ځای به د بهرنیو چارو د وزارت معین سید جلیلی مقرر شی او هغه به د سولانا سره خبرو ته دوام ورکړی.

امریکا او نور اروپائې هیوادونه په ایران تورلگوی چې کوښښ کوی په پټه اتمی وسلی جوړی کړی. تهران دغه تورونه ردوی او وائې اتمی پروگرام ئې دسوله ایزو مقاصدو لپاره دی.

XS
SM
MD
LG