د لاس رسي وړ اتصالات

د سرک د غاړی د بم په چاودنه کې دری تنه ملکی عراقیان وژل شوی او نهه تنه زخمیان دی


عراقی پولیسان وائې، نن دشنبی په ورځ د بغداد په جنوب کې د سرک د غاړی دبم په چاودنه کې لږترلږه دری تنه ملکیان ووژل شول او پنځلس تنه نورزخمیان شول.

د پولیسو یوماموروویل، دغه حمله نن سهار د بغداد جنوب پلوته په شپیتو کیلومتری کې په اسکاندریا کې وشوه.

په مرکزی عراق کې د امریکا نظامی مقامات وائې، د ائتلاف قواونن دشنبی په ورځ د مقدادیا په شمال لویدیځ کې دعملیاتو په وخت کې دوهغه کسان چې پولیسان ورپسی گرځیدل او دری تنه مشکوک ترورستان ونیول.

د امریکا په مشری قواو نن د شنبی په ورځ په بائجی کې د نورو عملیاتو په وخت کې شپږتنه مشکوک ترورستان ونیول.

د دغو عملیاتو هدف په عراق کې د القاعدی د لوړ رتبه مشرانو دیوهمکار نیول و. پوځیان وائې، دغه کس باندی دا شک راځی چې د هغې لوژستکی شبکی مسول دی چې وسلی او خارجی ترورستانو ته نور اکمالات رسوی.

XS
SM
MD
LG