د لاس رسي وړ اتصالات

ترکېې مشرانو وروسته له هغې چې یاغی کردانو ئې پنځلس عسکرووژل، اضطراری غونډه وکړه


د ترکېې صدر اعظم وویل، حکومت به ئې نن دیکشنبی په ورځ اضطراری غونډه وکړی چې په هغو پنځلسو عسکرو په باره کې په ځواب ورکولو باندی غوروکړی چې دعراق سرحد سره نژدی یاغی کردانو وژلی دی.

کردی یاغیانو نن د یکشنبی په ورځ دترکېې په جنوب ختیځ ولایت هکاری کې د یوکسیکووا ښارگوټې ته نژدی په یوه نظامی قطعه باندی دخرپ او ترپ حمله وکړه چې یوشمیر تر کېې عسکر پکې زخمیان شول.

د ترکېې صدراعظم رجب طئب اردوان دغې حملې ته په ځواب ورکولو باندی غورکوی. له بل پلوه عراقی ماموران وائې، ترکېې عسکرو نن دیکشنبی په ورځ د عراق په شمال کې د کردانو په کلیو باندی د توپخانی پنځلس ډزی وکړی.

د تلفاتو په باره کې رپوټ ندی ورکړل شوی. د ترکېې حکومت د چهارشنبی په ورځ د پارلمان نه اجازه واخیستله چې دعراق شمال ته اوښتلی شی چې د کردستان د کارگرو دگوند دغړی پیدا کړی.

انقره په پی .کی.کی. باندی د دغوحملو ملامتی اچوی چې تیره میاشت ئې تقریبا دیرش عسکر وژلی وو. له بلی خوا د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټز نن د یکشنبی په ورځ په اوکرائن کې خپل ترکېې انډول سره ملاقات وکړ چې په عراق کې دترکېې په بالقوه عملیاتو باندی خبری وکړی.

XS
SM
MD
LG