د لاس رسي وړ اتصالات

په بېنظېر بهټو باندى مرگاني برېد کې١۴٠ تنه ووژل شول


د پاکستان پخوانۍ صدراعظمی بېنظیر بوټو د پنشجنبې د شپې د هغی مرگانۍ چاودني چی تقریبا ١۴٠ تنه پکښی ووژل سول د تحقیقاتو په باب د بین المللی مرستی غوښتنه کړې ده.

مېرمن بوټو پرون په کراچی کی وویل د پاکستان حکومت باید د هغو ماهرانو څخه مرسته وغواړی چی د ټروریزم ضد مبارزه کی تجربه لری.

دې دغه خبری د کراچی یوه روغتون ته، له ورتللو څخه وروسته وکړې.

د پاکستان پخوانۍ صدراعظمی دغه راز ژمنه وکړه چی د انتخاباتی مبارزې دپاره په عامو محفلونو کی حاضرېدلو ته به دوام ورکړی.

مېرمن بوټو دغه راز خبریالانو ته وویل چی یوه خارجی حکومت دې ته ویلي وه چی د قاتلانو څلور ډلي پاکستان ته د هغې د ورتللو سره سم د دې د قتلولو کوښښ کوی.

د پاکستان د حکومت یوه مخالف سیاستمدار او د کریکیټ پخواني لوبغاړي عمران خان وویل ددغو حملو پړه باید پخپله پر مېرمنی بوټو باند ی واچوله سی.

عمران خان ادعا وکړه چی مېرمنی بوټو د جمهوریس پروېز مشرف سره د قدرت د وېش پر سر موافقې له امله ځان د قاتلانه حملې هدف وگر ځاوه او په لوی لاس یې د هیواد ډیموکراسي کېدلو په جریان کی ورانکاري وکړه.

XS
SM
MD
LG