د لاس رسي وړ اتصالات

د بغداد په بمى چاودنو کې شپږ تنه وژل شوېدى


دعراق پولېس وايي د بغداد په ښار کې په ېولړ بم چونو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوى او شل تنه نور زخمى شوېدى.

نن ددوشنبى په ورځ د سړک دغاړى په چاودنه کې په ېوه مېنى بس مو ټر کې د مرکزى بغداد د کرادا په سېمه کې درى کسه ووژل شول.

په ېوه بله حمله کې دوه بمونه د پاېتخت په ېوه چوک کې د زعفرانېه په سېمه کې وچاودل اودرى تنه ېې ووژل.

دوېم بم هغه وخت گړز وهل چې پولېس داولنى بم د تحقېقاتو لپاره د پېښى ځاى ته راورسېدل. د عراق چارواکى وايى په نوروځاېونو کې پولېسو هغه شپږ تنه شېعه ملېشه ووژل چې د کربلا په ښار کې ېې د ېکشنبى په ورځ ورسره جگړه وکړه.

په عېن حال کې د عراق پولېس وايي ټوپک والاو د ېوه سنى سېاستمدار سلاکار د تېرې پنجشنبى په ورځ ووېشت او مړېې کړ.

سلاکار آحمد المشهداني په پارلېمان کې د سنېانو د پارلېمانى مشر عدنان الدولېمي لپاره کارکاوه. نوموړى په پارلېمان کې د سنېانو دمهم گوند مشردى.

XS
SM
MD
LG