د لاس رسي وړ اتصالات

بوتو: د تیری اونی په حمله کی کیدای شی حکومتی عناصر لتاړ وی


د پاکستان پخوانی صدراعظمی بینظیر بوتو له هغه وروسته چی تیره اونی یی د بدرگی په کتار قاتلانه حمله وشوه وایی چی د زیات تشدد د مخنیوی لپاره غواړی خپل سیاسی کمپین ته د پرمخ تللی ټکنالوژی په برکت د حل لاره پیدا کړی.

په یوه سرمقاله کی چی نن د وال ستریت په ژورنال کی خپره شوه میرمن بوتو لیکلی چی په دی غور کوی چی په تیلیفون کی لویو غونډو ته خبری وشی چی داسی غټ تظاهرات جوړ نه کړی لکه د تیری پنجشنی په ورځ چی ١۴٠ کسه په کی د بم په چاودنه کی ووژل شول.

بل پالو پخوانی صدراعظمی ویلی چی د تیری اونی په حمله کی کیدای شی حکومتی عناصر لتاړ وی.

دی زیاته کړه چی داسی ښکاری لکه چی چارواکی ځینی مسایل پټوی لکه د داخلی وزیر آفتاب شیرپاو د دی دا غوښتنه چی نړیوال ماهران دی دغه پیښه وڅیړی رد کړیده.

میرمن بوتو د خپلی ادعا لپاره قوی شواهد نه درلودل.

حکومت د دوشنبی په ورځ د امنیتی مسایلو له امله د غټو مظاهرو د منع کولو پیشنهاد کړی دی. او مخالفو سیاسی گوندونو هغه رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG