افغان محلي مشران وايي پای تخت ته نژدې د ناتو په هوايي بمبارۍ کې یوولس کسان مړه شوي او لس نور ټپیان شوي دي.
د ناتو په مشري د بین المللي مرستې رسولو قوا (ای ساف) وايي دوی د مخالفینو یوه اډه د دوشنبې په ورځ د وردگو د جلریز په ولسوالي کې بمباري کړه.
د ناتو قواوې وايي دوی د هغو پنځوسو جنگیاليو په ضد دغه بمباري وکړه چې غوښتل یې یوه ناببره حمله وکړي. د وردگو د ولایتي شورا غړي وايي چې دا یولس مړي ټول د یوې کورنۍ غړي وو.
خو د ناتو قواوې وايي چې دوی سره د ملکي خلکو د تلفاتو په هکله کوم رپوټ نشته دی. لږ تر لږه شل جنگیالي په دې بمباري کې مړه شوي دي.
ناتو او د امریکا پوځونه د طالبو جنگیالیو سره په جگړه بوخت دي. دې ډلې په دې وختو کې د انتحاري حملو، د سړک د غاړې بمونو او د یرغمل نیولو د تاکتیکونو نه کار اخیستی دی.