د لاس رسي وړ اتصالات

رابرټ گېټس وايي د افغانستان سره د مرستو ونډه زېاته سي


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر رابرټ گېټس پرون د ناټو پر غړو هیوادونو ږغ وکړ چی د افغانستان د بریالي کېدلو دپاره پر هغه څه چی دوی یې اوس کوي له سره غور وکړی. ده وویل ددې معنی دا ده چی د ناټو غړي هیوادونه باید په افغانستان کی د پوځی عملیاتو، اقتصادي ودي او د مخدره موادو سره د مبارزې دپاره خپله ونډه زیاته کړی.

د دفاع وزیر د هالینډ د نورډ ویک په ښار کی د ناټو د دفاع دوزیرانو د دوه ورځنی غونډي په لومړۍ ورځ د خبریالانو یوې کوچنۍ ډلی ته دا خبری وکړې.

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گېټس وویل د ناټو ډېر غړي هیوادونه پر خپلو هغو ژمنو ولاړ دي چی افغانستان ته یې د پوځیانو په لېږلو او نورو ساحو کی د مرستو کولو په برخه کی کړي دي.

مگر دی وایی د ناټو تړون باید تر هغو ژمنو چی یوولس میاشتی مخکی یې د مشرانو په عالی غونډه کي وکړې نور وس هم وکړي. موږ باید یو څه لیری وگورو، ماته داسی ښکاری او زه گورم چی د اوږدې مودې بریالیتوب دپاره څشی لازم دي او هغه دا چی موږ باید تر هغه څه اضافه وکړو چی مخکی مو ژمنه کړې ده.

د دفاع وزیر گېټس وویل د اقتصادی ودي او ملکی موسسو پر پښو درولو او دمخدره موادو د تجارت پر ضد د جگړې په لاره کی ډېرو مرستو ته اړتیا ده. ده وویل په عین وخت کی ددوشنبې تر ورځی چی د ناټو پرسترو مشرانو یې انتقاد وکړ چی افغانستان ته یې د پوځیانو په لېږلو کی خپلی وعدې نه دي پوره کړي نن بهتر احساس کوی. ښه زه به دا نه وایم چی راضی یم، مگر دا به ووایم چی نن ورځ تر هغه چی ما یې پېش بینی کړې وه مثبته وه.

د دفاع وزیر گېټس وویل ناټو تر راتلونکي دوبي پوری د افغانستان دپاره د ٧٢ پوځی روزونکو ټیمونو د ضرورت پوره کولو کارونه تر نیمایی رسولي دی، او دی په دې عقیده دی چی په راتلونکو میاشتو کی به ددغه راز نورو ټیمونو وعدې هم وسی.

ده وویل په دې باور لری چی ناټو به په یویشتمه پېړۍ کی ښه امتحان ورکړي او خپل موثریت به وښیی. د دفاع وزیر او نورو مقاماتو وویل یو شمېر هیوادونو داسی ښودلې ده چی دوی به په افغانستان کی د خپلو پوځیانو شمېر زیات کړی، مگر دوی دا ونه ویل چی کومو هیوادونو دا وعدې کړي دی.

د متحده ایالاتو یوه مقام وویل په دغو وعدو کی د افغانستان جنوبی ناکراری سیمی ته د پوځی روزونکو لېږل شامل دي.

د فرانسې خبری اژانس رپوټ ورکوی چی فرانسه به د افغانستان جنوب ته پنځوس تنه پوځیان د روزنکو په حيث ولېږی.

د دفاع وزیر گېټس دا خبره تایید نه کړه مگر وې ویل چی که فرانسه په افغانستان کی په پخلو پوځیانو کی هرډول زیاتوالی راولي موږ به یې هرکلی وکړو. د متحده ایالاتو یوه بل مقام وویل دغه راز اقدام به یو لوی ستراتیژیک تغیر وی.

مقامات وایی د چار شنبې د روځی په هغه غونډه کی، چی تر ټاکلي وخت یې نیم ساعت زیات دوام وکړ زیاتره د افغانستان په باب خبری وسوې.

د دفاع وزیر رابرټ گېټس وویل په دغه غونډه کی سپینی او ازادي خبری وسوې او وې ویل چی ځینو وزیرانو د مساوی ونډی اخیستلو په باب ډېری قوي خبری وکړې.

هغو منابعو چی ددغی پټی غونډی څارنه یې له نیژدې کوله وویل د ناټو غړو هیوادونو، چی په افغانستان کی زیاتره جنگونه کوې، پر نورو هیوادونو باندی فشار واچاوه چی خپل رول، په تېره بیا په ځمکنیو جنگونو، هوایی عملیاتو او د افغانستان د وپځ او پولیسو دپاره د افرادو په روزلو کی زیات کړی.

د هالینډ ددفاع وزیر ایلمرټ وان میډلکوپ وویل په یوه خبری کنفرانس کی وویل. خبره دا نه ده چی موږ د یوې عادلانه او محفوظی نړۍ د منځته راتللو په باب څه ویل غواړو، خبره دا ده چی موږ ددغه راز یوې نړۍ د منځته راتللو دپاره څه کول غواړو.

د ناټو غړي هیوادونه باید ټول ځانونه خطر ته ورکړي او ټول د خپل وس سره سم ونډه واخلی. د متحده ایالاتو یوه عالی رتبه مقام، چی د نامه د نه یاودلو په شرط یې خبری کولې وویل د چار شنبې د ورځی غونډي چی د ناټو د شپږ ویشتو هیوادونو د دفاع وزیرانو برخه پکښی درلوده هم ټول غړي هیوادونه را ژوندي کړل او هم یې پر ټولو باندی فشار راووست.

دغه مامور وویل ټولو غړو هیواودنو په افغانستان کی د پوځی عملیاتو د بشپړېډلو، اقتصادی ودی، ښه حکومت منځته راوړلو او د مخدره موادو پر ضد دماموریت تر بشپړېدلو پوری د همکاری ژمنه وکړه.

دغه مامور وویل د ناټو د غړو هیوادونو ددفاع وزیرانو د افغانستان په مسله کی نسبتا کوچنۍ وعدې وکړې مگر دا ی ېوویل چی کله خپلو هیوادونو ته ستانه سي نو هلته به ددغه ماموریت دپاره دزیاتو مرستو ترلاسه کولو دپاره هلی ځلی وکړی.

د ناټو دتړون عمومی منشی یاپ ډی هوپ شیفر پر غړو هیوادونو ږغ وکړ چی پوځی، مالی او سیاسی پیوستون وښیی. ده وویل مقامات به د راتلونکی میاشتی په سر کی بیا خبری سره وکړی او افغانستان ته به د پوځیانو د لېږلو په مسله کی رسمی تعهدات وکړی.

د ناټو عمومی منشی او نورو مقاماتو دغه راز وویل چی د اروپا عام اولس ته باید دا خبره د امنیت او بشری پلوه تشرېح سي چی د افغانستان ولی دونه مهم دی.

XS
SM
MD
LG