د لاس رسي وړ اتصالات

په صوبه سرحد کی د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی ١٥ کسه وژل شوي دي


پاکستاني پولیس وایی چی د صوبه سرحد د صوات په دره کی نن د اردو د موټرو یوه کتار ته د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی لږ تر لږه ١٥ کسه وژل شوي او څو نور زخمي شوي دي.

دغي لیري او گوښه سیمي ته د پاکستان حکومت څه د پاسه دوه زره عسکر لیږلي دي چی د یوه طالب پلوه مبارز ملا د طرفدارانو سره وجنگیږی.

د سه شنبې په ورځ هم کله چی دغه عسکر دې درې ته ننوتل نو په لار کی یې موټروته یو بم وچول شو چی څلور عسکر یې زخمي کړل.

دغه سیمه د ‏(‎ تحریک نفاذ شریعت محمدی‏)‎ کلک مورچل دی . دا یوه لغوه شوې تند روه ډله ده او په افغانستان کی د یاغي طالبانو سره نژدې اړیکي لری.

د پاکستان جمهور رئیس پرویز مشرف دغه ډله په ٢٠٠٢ کال کی وروسته له هغه لغوه شوې اعلان کړه او د هغې مشر ‏(‎ صوفی محمد‏)‎ یې بندی کړ چی دغي ډلي خپل په زرهاو غړي افغانستان ته ولیږل چی د امریکا په مشري قواو سره چی طالبان یې پسی واخیستل وجنگیږی .

XS
SM
MD
LG