د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا غواړی د ایران په اردو باندی نوي بندیزونه ولگوي


رپوټونه وایی چی د بوش حکومت دا پریکړه کړېده چی په ایران باندی په یو اړخیزه توگه یولړ بندیزونه ولگوی چی په هغو کی به د ایران د اردو د ‏(‎ القدس ‏)‎ قواوی د تروریزم ملاتړ کونکي وبلل سی.

دغه رپوټونه چی د نیو یارک ټایمز او واشنگټن پوسټ په ورځپاڼو کی خپاره شوي دي د امریکایی مامورینو له قوله وایی چی امریکا به دغه راز د ایران د ‏(پاسداران انقلاب ‏)‎ ټولي قواوی د عامي تباهۍ د وسلو خپرونکی وبولی.

ټاکل سوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره ‏(‎ کاندولیزا رایس ‏)‎ او د خزانې وزیر ‏(‎ هینری پالسن ‏)‎ نن وروسته په گډه دا فیصله دلته په واشنگټن کی اعلان کړی.

دا به اول وار وی چی امریکا د یوه خپلواک او حاکمیت لرونکي ملک د وسله والو قواو په مقابل کی مجازاتي اقدامات کوی.

د امریکا د حکومت لوړ رتبه مامورین وایی چی په دې اقداماتو سره به امریکا وکړای سی چی د ایران د اردو یوه زیاته برخه یا هر هغه څوک چی په ایران کی دننه یا بهر د امریکا سره تجارتي معاملې لری له ځانه لیری او گوښه وساتی. دا اقدامات په سلهاو خارجی کمپنیو باندی هم تاثیر کولای سی .

XS
SM
MD
LG