د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان امنیتی قواو طالب پلوه افراطیانو سره نښتی کړیدی


دغه نښته نن دغرمې نه وروسته دهغه افراطی ملا کورته نژدی وشوه چې حکومت غواړی وینیسی. د هغو یاغیانو چې د یاغی مشر مولانا فضل اله پلویان دی، او حکومتی ملیشو او پولیسانو ترمنځ څو ساعته نښته وشوه.

د امام دری په نامه کلی باندی د هاوانو باړونه وچلیدل او چاودنې پکې وشوی. د صوبه سرحد دایالتی حکومت نطاق بادشاه گل وزیر وائې، دغه نښته هغه وخت ونښته چې یو هلیکپټر چې یو لوړ رتبه نظامی صاحب منصب پکې واو دغه کلی سره نژدی کښیناست.

دی وائې: په دغه هلیکپټر باندی دامام دری له کلی نه ددرندو وسلو اوهاوانو ډزی وشوی. دی وائې، ملیشو په افراطیانو باندی ځوابی ډزی وکړی او ډزو دوام وموند.

د سیمی اوسیدونکی وائې، نظامی قواو کلی محاصره کړاو ډزی ئې ورباندی پیل کړی مگر ښاغلې وزیر دغه تورونه ردکړل او وائې، کله چې په حکومتی قواو باندی حمله وشی نو بیا ځوابی ډزی ورباندی کوی.

د هفتی په سرکې سیمی ته څه دپاسه دوه زره ملیشه قواوی واستول شوی چې حکومتی ماموران وائې، دا اقدام دامنیتی قواو دتقویه کولو لپاره شویدی، نه د افراطیانو په خلاف نوی حملی.

پرون د پنجشنبی په ورځ په سیمه کې په یونظامی کتار باندی حمله شوی وه چې څه د پاسه دیرش تنه پکې زخمی یاوژل شویدی.

پدی وروستیو میاشتو کې یو شمیر طالب پلوه افراطی ډلو دامنیتی وقواو سره نښتی کړیدی. مولانا فضل اله دهغې ډلې مشر دی چې غواړی شریعیت په سیمه کې جاری کړی.

دغې ډلې دیودپاسه په دوه زرم کال کې افغانستان ته په سلگونو جنگیالی استولی وو چې د امریکا په مشری حملې په خلاف دهغه وخت دطالبانو حکومت سره مرسته وکړی.

ماموران اوس په دغې ډلې باندی تورلگوی چې دپاکستان په قبائلی سیموکې دحکومت ضد افراطیانو سره اړیکې ټینگوی .

XS
SM
MD
LG