د لاس رسي وړ اتصالات

د هندی کشمیر کشمیریانو دغه ایالت ته  د هند  دعسکرو د رسیدو د کلیزی په مناسبت مظاهره کړیده


شپیته کاله پخوا په دغه سیمه کې هندی عسکر ځای په ځای شول او نن د دغې کلیزی په مناسبت په سرینگر کې دکانونه او تجارت خانی بندی وی.

ددغې احتجاجی مظاهری په سبب نن د سرینگر په اکثرو برخو کې د کانونه بند وو. د تجارتخانو سره یوځای اکثره ښونځی او حکومتی دفترونه بند وو.

ویل کیږی چې جدی تاو تریخوالی ندی پیښ شوی. جدائې غوښتونکو اسلامی ډلو ددغې مظاهری انتظام کړیدی چې دهندی عسکرو دځای په ځای کولوباندی احتجاج وکړی چې په ١٩۴٧ م کال کې په دغه سیمه کې اچول شوی وو .

هندی په هندی کشمیر کې وروسته له هغې ځای په ځای شول چې هندو واکمن له هند نه مرسته وغوښتله چې د قبائلیانو هغه حمله په شاو تمبوی چې پاکستان ئې ملاتړکاوه.

د کشمیر له درونه دوه برخی دهند سره او باقی پاتی ئې له پاکستان سره دی. مگر هند او پاکستان دواړه ددغې سیمی دحاکمیت ادعا لری.

ځینی جدائې غوښتونکی ډلې خپلواک کشمیر غواړی په داسی حال کې چې نوری بیا د پاکستان سره یوځای کیدل غواړی.

XS
SM
MD
LG