د لاس رسي وړ اتصالات

امریکائې او ائتلاف قواو د ملیشو یو لوړ رتبه افراطی غړی نیولی دی


امریکائې او ائتلاف قواو د ملیشو یو لوړ رتبه افراطی غړی نیولی او دوه نورئې د بغداد شمال پلوته د دیالا په ولایت کې دعملیاتو په وخت کې ووژل.

نظامی مقامات وائې، دغه عملیات نن د شنبی په ورځ پیل شول چې هدف ئې هدف ئې دهغې ډلې مشر و چې په عسکروباندی ئې ډزی کولی او د افراطی شعیه ملا مقتد الصدر دحملو دبندولو احترام ئې نه کاوه.

ده دایران د استخباراتو د ادارې سره ارتباط لاره. د دغو عملیاتو په وخت کې څوارلس مشکوک افراطیان هم ونیول شول.

د امریکا نظامی مقامات وائې، د بغداد شمال پلوته بلد ته نژدی داسی یوڅوک ونیول شو چې پولیس ورپسی گرځیدل او گمان کیږی چې د هغې خارجی ترورستی شبکی پوری ئې اړه لرله چې عراق ته ترورستان استوی.

پوځی مقاماتو اعلان وکړ چې دبغداد شمال پلوته دصلاح الدین په ولایت کې دعملیاتو په وخت کې یو امریکائې عسکر ووژل شو.

XS
SM
MD
LG