د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د اېتلاف قواوى وايي په شپږ ساعته جگړه کې ېې ٨٠ طالبان ووژل


د امرېکا په مشرۍ اېتلاف نطاق جگړن کرېس بېلچر وايي ددوى عسکرو په ېوه شپږ ساعته جگړه کې تقرېبا اتېا تنه طآلبان د افغانستان په جنوبى سېمو کې وژلى دى.

د اېتلاف دقواو ېوخبر لېک نن د ېکشنبى په ورځ وايي جگړه د شنبى په ورځ هغه مهال پېښه شوه چې طالبانو هڅه وکړه چې د افغانستان او نړېوالو قو او ېوه گډه گزمه باندې د هېلمند ولاېت په موسى کلا کې ناڅاپى حمله وکړى.

جگړن کرېس بېلچر وايي چې په دغو جگړو کې د اېتلاف او افغان قواو د تلفاتو په باب رپوټ ندى راغلى. همدارنگه د ملکېان د تلفاتو په باب هم څه ندى وېل شوي. داېتلاف چارواکي وايي عسکرو دهوايي قوې ملاتړ وغوښت او نتېجه ېې دا شوه چې د طالبانو په شلگونو جنگېالي ووژل شى.

په هېلمند کې کوکنار ډېر کرل کېږى دا پېنو حاصل د طالبانو بغاوت ته پېسى برابروي. د شنبى په ورځ د امرېکا او افغانستان چارواکېو ووېل چې ېوه ځان مرگي د شنبى په ورځ دافغانستان په ختیځ کې یوې امریکائې نظامې اډې ته نژدی خپل ځان والوزاوه چې لږترلږه څلور افغان عسکر او یو ملکی کس ئې وواژه.

مقامات وائې، دغه ځانمرگی دپکتیکا په ولایت کې چې عسکری دریشی ئې اغوستی وه، دبرمل دنظامی اډې دروازی لوری ته روان شو او ورسره چاودیدونکی مواد ئې وچاول.

په دغه حمله کې لږترلږه څلور افغان ملکیان هم زخمیان شول. په هلمند ولایت کې پولیسان وائې، طالبانو دری تنه پولیسان په داسی وخت کې ووژل چې کوښښ ئې کاوه طآلبان له برمته کولونه اېسار کړى.

پولیسان وائې، افرآطیانو وکولای شول چې دخپلو یرغملو سره وتښتی . له بل پلوه دامریکا په مشری دائتلاف قواوی وائې، افغان او دائتلا ف قواو دهلمند په ولایت کې دعملیاتو په وخت کې یو شمیر یاغی طالبان ووژل.

ناټو او امریکائې قواوی په افغانستان دیاغی طالبانوسره په جگړه اخته دی. د یو دپاسه ددوه زرم کال نه راپدی خوا چې دامریکا په مشری قواو دطالبانو رژیم له وپرزاوه، یاغی طالبان دځانمرگی حملو او دسرک دغاړی دبمونو دچونونه کاراخلی .

XS
SM
MD
LG