د لاس رسي وړ اتصالات

د صوبه سرحد له کلېونه نه په سوونو پاکستانېان په تېښته روان دي


د صوبه سرحد له کلېونه نه په سوونو پاکستانېان په تېښته روان دي. په دغه سېمه کې د حکومت او هغو جگړه مارانو ترمنځ چې ېوه طآلب پلوه مذهبى مشر ته وفاداردي نن دجگړې درېمه ورځ ده.

د صوات په دره کې د جمعى په ورځ سخته جگړه ونښتله. چارواکېو دوه زره نور عسکر هم هلته ددې لپاره ولېږل چې د مولانا فضل الله له پلوېانو سره مقابله وکړى.

مولانا فضل الله غواړى چې په دغه سېمه کې اسلامى قانون نافذ کړى. نن دېکشنبى په ورځ دمرگ ژوبلې رپوټونه ندى راغلى خو د پاکستان چارواکېو د شنبى په ورځ ووېل چې سر تېرو دېارلس تنه چې په هغوکې اوه تنه ملکېان هم شامل ول اعدام کړل.

څرگنده ده چې دا کار ېې د حکومت د حملى په مقابل کې کړېدى. چارواکېو ووېل چې سرتېرو هغه اوه املکېان هم ووژل چې په دغه سېمه کې ېې په ېوه وان موټر کې د جمعى په ورځ سفر کاوه.

د صوبه سرحد وزېر اعلى شمس الملک په ېوه مرکه کې ووېل چې حکومت به له سر تېرو سره دهغوې د شراېطو په منلوسره هېڅکله مذاکرات ونکړى.

هغه ووېل چې د صوات په دره کې د حکومت عملېات تهاجمى جنبه نلرى بلکه دفاعي عملېات دى او د امن اونظم د ساتلو اومنځته راوستلو لپاره کېږى.

XS
SM
MD
LG