د افغانستان چارواکي وايي دافغانستان اوناټو قواو د ېکشنبى په ورځ دهېواد په جنوب کې د پراخو عملېاتو په ترڅ کې تر پنځوسو نه زېات طالبان ېا زخمى کړېدى او ېاېې وژلى دى.
د افغانستان د دفاع وزارت په ېوه خبر لېک کې نن ددوشنبى په ورځ ووېل چې د ناټو په مشرۍ د سولې ساتنى قواو چې افغان قواوېې ملاتړ کاوه د اورزگان ولاېت د بلوچ په کلى کې د عملېاتو په ترڅ کې ١٣ جگړه کاران ونېول.
د افغانستان په جنوبى سېموکې ېوه ځان وژونکي نن ددوشنبى په ورځ درى کسان ووژل. هغه خپل ځان په بم باندې د پولېسو له ېوه کاروان سره نېژدى والوزاوه.
پولېس وايي د ځان وژنى دغه چاودنه په لشکرگاه کې چې دهېلمند د ناکراره ولاېت مرکز دى وشوه. دهېلمند ولاېت کې له ېوې خوانه کوکنار ډېرکرل کېږى او له بلې خوانه سږکال پکى د طالبانو په مشرۍ د مرگ ژوبلې ډېرې پېښې وشوې.