د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان امنېتى قواوې وايي له جگړه مارانو سره له درى ورځنېو جگړونه وروسته اوربند شوېدى


د پاکستان امنېتى قواوې وايي دوى د طالب پلوه جگړه مارانو سره له درى ورځنېو جگړونه وروسته د اوربند موافقى ته سره رسېدلى دي. دغه جگړې د صوات په دره کې چې په شمال لوېدېځه برخه کې پرته ده وشوې.

د پاکستان د پوځ نطاق تورن جنرال وحېد ارشد د ېکشنبى په ورځ ووېل چې لس تنه سر تېري له هغو امنېتى قواو سره په جگړو کې ووژل شول چې توپ لرونکېو هېلېکوپټرو ېې ملاتړ کاوه.

په صوبه سرحد کې نن د دوشنبى دورځى له اوربند نه مخکى په سوونو کلېوال د جگړو په ترڅ کې له خپلوکورونو نه وتښتېدل.

د شنبى په ورځ، د پاکستان چارواکېو ووېل چې سر تېرو د اوه تنه ملکېانوپه شمول ١٣ تنه اعدام کړېدي.

د تېرې جمعى دورځى راهېسې د صوات په دره کې جگړې روانى دى. دغه جگړې وروسته له هغه نه پېل شوې چې د پاکستان چارواکېو دوه زره عسکر هلته د سر تېرو د زېاتېدونکېو فعالېتونو د مخنېوى لپاره ور ولېږل.

رپوټ وايي داسر تېري د مولانا فضل الله پلوېان دى. نوموړى غواړى چې په سېمه کې اسلامى شرېعت نا فذ کړى.

XS
SM
MD
LG