د لاس رسي وړ اتصالات

ېوه ځان مرگي د مشرف له مرکزي دفتر سره نېژدې ځان په بم والوزاوه


د پاکستان چارواکى وايي چې ېوه ځان مرگي د پاکستان د جمهور رئېس جنرال پروېز مشرف له مرکزي دفتر سره نېژدې په راولپنډى کې ځان په بم والوزاوه او اوه کسان ېې له ځان سره ووژل. په همدغه برېد کې ېوولس کسان زخمي شوېدى.

د راولپنډۍ دپولېسو مشر سعود عزېز وايي دغه چاودنه د پولېسو په ېوه پوسته کې چې دعموى سړک پرسروه وشوه. دغه پوسته د جمهور رئېس جنرال پروېز مشرف له دفتر نه په لنډه فاصله کې پرته ده.

د پاکستان چارواکى وايي چې جنرال مشرف د چاودنى په وخت کې په خپل دفتر کې خوندى اومحفوظ و.

رپوټ وايي د ځان وژنى کومې غبرگې پېښې چې په راولپنډۍ کې د سپتمبر په څلورمه نېټه و شوې په هغو کې ٢٥ کسان ووژل شول.

په هغو کې زېات کسان د دفاع وزارت ماموران ول او د دفاع وزارت په سروېس موټر کې سپاره ول.

رپوټ وايي چې جنرال مشرف تراوسه پورې له درى برېدونو نه چې د هغه د د وژل کېدلو لپاره په تېرو وختونو کې شوى ول روغ بچ شوېدى.

نن د سه شنبى په ورځ چې کومه حمله وشوه تردې دوه اونى مخکى دکراچي په ښار کې هم دوه غبرگې ځان وژنې حملى شوې او په دواړو کې تر ١۴٠ نه زېات کسان ووژل.

دغه چاودنى په هغه مارش کې وشوې چې د پاکستان د پخوانى لومړى وزېرې مېرمن بېنظېر بهټو دراستنېدو په وېاړ کېدلى. هغه له اته کاله جلاوطنى نه وروسته خپل هېواد ته راستنېدله.

XS
SM
MD
LG