د ختېځ افغانستان چارواکى وايي د سړک دغاړې دبم په چاودنه کې د لغمان ولاېت د قرغه ېو د اولسوالى د استخباراتو د رئېس موټر ولگېده.
په چاودنه کې هغه په خپله او دهغه درې ملگرى نن د سه شنبى په ورځ ووژل شول. د لغمان ولاېت ېوه نطاق ووېل چې په دغه چاودنه کې د قرغه ېې ولسوالى دملى امنېت د رېاست مشر وژل شوېدى.
په عېن حال کې په لوېدېځ افغانستان کې د امنېه قوماندان وايي د فراه د ولاېت دېوې ولسوالى په جگړه کې شل طالبان ېا وژل شوي او ېا زخمېان شوېدى.
د دغه ولاېت دامنېه قوماندان ووېل په سوونو طالبان ددې لپاره را ټول شوى ول چې له پولېسو سره چې دملکى خلکو ملاتړ ېې کاوه جگړه وکړى.
د کندهار په ولاېت کې ېو امرېکا ېې عسکر چې دامرېکا په مشرۍ داېتلاف قواو کې ېې خدمت کاوه نن د سه شنبى په ورځ په عملېاتو کې ووژل شو.
په رپوټ کې د عسکر د هوېت په باب معلومات ندى خپور شوى.