د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا دا تورونه ردوي چې ددوی قواوو افغاني بندیان نیولي او بیا هغوی د افغانی چارواکو لخوا شکنجه شوي دی


کاناډا دا تورونه ردوي چې گواکې ددوی قواوو افغاني بندیان نیولي او بیا ېې افغاني امنیتي چارواکو ته سپارلي او هغوى ددغو چارواکو لخوا شکنجه شوي دي.

دغه تورونه د مونتریال په یوې ورځپاڼه لا پرس کې خپاره شوي دي. درې پخوانيو بندیانو ویلي دي چې دوی باندې د خښتو گزارونه شوي، دوی ته برق ورکړ شوی او ددوی نوکان ایستل شوي دي.

مگر د حکومت یوه وزیرپیتر وان لون د کانډا پارلمان ته خبرداری ورکړ چې دغه ادعاوې ونه مني.

ده وویل دا ډول ادعاوې د طالبانو یو معېارى پروپا گند دى. د شکنجې مسئله سږ کال مطرح شوه او دا کار به د می د میاشتې هغې موافقې ته لاره خلاصه کړي چې کاناډايي پرسونل ته دا واک ورکړ شو چې دوی هغه بندیان مخکې له دې چې افغاني مقاماتو ته وسپارل شي له ځان سره وساتى - التبه هغه بندېان چې کاناډایانو نیولى وي.

د رویتر د رپوټ له مخې د کاناډا مخالف قانون جوړونکي په دې هکله اندېښنه ښودلې چې دغه موافقه به و نه شي کړای چې د شکنجې مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG