د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د مخدره موادو ضد کنفرانس کې د اپېنو تجارت د بحث مهم ټکى دى


د نړېوالى ټولنى غړي نن د چارشنبى په ورځ ملاقات کوى چې داپېن د تولېد بې سابقى زېاتوالى او د مخدره مواد و د غېر قانونى تجارت په کمولو غور وکړى.

د مخدره مواد ضد کنفرانس چې په کابل کې پرانېستل شو د ملگرو ملتونو ماهران پکى په هغو خطرونو باندى بحث کوى چې داپېنو تولېد په افغانستان او شاوخوا ملکونوکې رامنځته کړېدى.

د ملگروملتونو هغه رپوټ چې د سږکال په اولوشپو ورځو کې خپور سو دا څرگندوى چې په افغانستان کې داپېنو تولېد په بې سابقې ډول زېات شوى دى او په نړى کې داپېن دتولېد په سلو کې ٩٥ تشکېلوى.

دغه رپوټ داهم وايي چې د مخدره موادو له درکه لاسته راغلى پېسى په افغانستان کې بې ثباتى زېاتوى او د ېاغېانو لپاره مالى مرسته برابروى.

د بحث وړ موضوعات دادى چې دمرکزې اسېا له هېوادونو سره په سرحدونوکې امنېت څنگه ټېنگ شى. دغه هېوادونه دهېروئېنو په تولېد کې بهر ته د تللو لپاره استعمالېږى او دغه کار مخ په زېاتېدو دى.

XS
SM
MD
LG