د لاس رسي وړ اتصالات

په برما کې کم عمره ماشومان عسکري خدمت ته په زور نېول کېږى


په نېوېارک کې دېره د بشري حقوقو ېوه موسسه وايي دومره کوچنى ماشومان چې عمرونه به ېې لس کلنى ته رسېږى په برما کې دېته اړکېږى چې د برما په پوځ کې داخل شى.

د بشري حقوقو د څارنى رپوټ چې نن د چارشنبى په ورځ خپور شوېدى وايي د برما نظامى واکداران له ېوې خوانه د عسکرۍ لپاره رضا کاران نسى پېدا کولى.

له بلې خوانه ډېر زېات کسان له عسکري خدمت تښتى نو په دې سبب هغوى خپلو عسکرو د شمېر او د کمبوت د پوره کولو لپاره دېته اړ شوېدى چې د کم عمر ماشومان عسکر ي خدمت ته وگوماري.

د دغه رپوټ عنوان دى ( ددې لپاره خرڅ شوى چې عسکر شي). د برما د نظامى چارو او نوو عسکرو د جلبولو او استخدامولو ماموران اوملکى دلالان په دغه کار د مرستى کولو په مقابل کې نغدې پېسى اخلى.

هغوى ته نور انعامونه اوبخششونه هم ورکول کېږى خو ددې په مقابل کې د عمر او صحى معېارونو خېال نه ساتى.

د بشري حقوقو د څارنى دغه رپوټ وايي چې د حکومت وسله وال مخالفېن هم دخپلو نظآمى چارو لپاره له ماشومانو نه کار اخلى خو په کمه اندازه.

د برما نظآمى واکداران او مخالفې وسله والى ډلې دغه تورونه ردوى چې دوى گواکې له ماشومانو نه دعکسر ۍ لپاره کار اخلى.

خو د برما خپرونو پخواوېلى وو چې ېو شمېر کم عمره هلکان په عسکرى خدمت کې شامل شوي دي. د سږ کال په اولو شپوورځو کې دملگرو ملتونو ېوه چارواکى رادهېکا کوماراسوامي چې د ماشومانو او وسله والو شخړو د چارو مسووله ده برما ته تللى وه چې ددغې ستونزې د حل لپاره نوره همکارى ترلاسه کړى.

د برما چارواکېو په دې موافقه کړې وه چې له دغې نړېوالى ادارې سره په گډه کار وکړى چې دغه ستونزه حل کاندى.

XS
SM
MD
LG