د لاس رسي وړ اتصالات

تاریخ:د کیوبا په خاوره کی د شوروی د توغوندیو اډې کشف


د کال ١٩٦٢ د اکټوبر پر دوه ویشتمه جمهوریس جان ایف کینیډی په یوه ټلوېزیونی وینا کی اعلان وکړ چی د امریکا جاسوس یالوتکو د کیوبا په خاوره کی د شوروی د توغوندیو اډې کشف کړي دی.

دغه اډې، چی د جوړېدلو په حال کی وې د منځنی واټن توغوندیو دپاره وې، چی په امریکا کی یې د واشنگټن ډی سی په شمول ډېر ځایونه ویشتلای سوای.

کینیډی اعلان وکړ د کیوبا د ټاپو شاوخوا پخ سمندری قواو محاصره کوی څو شوروی اتحاد هغه هیواد ته نوری تعرضی وسلې صادری نه کړای سی.

کنیډی دا خبره سپینه کړه چی متحده ایالات د کیوبا په ټاپو کی د شوروی اتحاد توغندي نه سی زغملای. جمهور ریس کینیډی وویل امریکا به د هغه لمسونکو او بې احتیاطو اقداماتو د مخنیوی دپاره چی د نړۍ سوله تهدیدوی د پوځی جواب ویلو څخه ډډه ونه کړی.

د اکټوبر پر دیرویشتمه د کیوبا سمنددری محاصره پیل سوه مگر جمهوریس کینیډی د شوروی اتحاد مشر نیکیتا خروسچیف ته په دې باب د غور کولو دپاره نور فرصت هم ورکړ.

د اکټوبر تر څلېرویشتمی پوری د شوروی اتحاد هغو بېړیو چی پوځی سامانونه یې انتقالای سوای اود کیوبا خواته رواني وې خپل حرکت ورو کړ او د کیوبا پر شاوخوا باندی د امریکاد سمندری محاصرې د کرښی خواته له نیژدې کېدلو څخه یې ډډه وکړه.

د ملگرو ملتونو عمومی منشی اوتانت د هغی موسسې د څه باندی څلوېښتو هیوادونو په غوښتنه جمهور ریس کینیډی او د شوروی اتحاد مشر نیکیتا خروسچیف ته خصوصی خواستونه وکړل چی د داسی یوه اقدام څخه ځانونه وژغوری چی د دریم نړی وال جنگ خطر را پیدا کوی.

XS
SM
MD
LG