د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی په دې تازه وختونو کی د طالبانو حملې زیاتي سوي دي


په افغانستان کی په دې تازه وختونو کی د طالبانو حملې زیاتي سوي دي او د ناټو او دافغانستان حکومتی قواو ته یې ستونزی پیدا کړي دي. موږ د دې مسلې په ارتباط د واشنگټن ټایمز او نیویارک ټایمز د ورځپاڼو تبصرې را اخیستي دي.

د واشنگټن ټایمز ورځپاڼه لیکی چی د شمالی اتلانتیک پوځی تړون یا ناټو د نړۍ په تاریخ کی تر ټولو بریالی پوځی اتحاد دی، مگر دا تړون نن ورځ تر هغو وختونو چی د شوروی اتحاد له تهدید سره مخامخ وو د ډېرو زیاتو مشکلاتو او پرله پېچلو چاودونکو موادو سره مخامخ دی.

او دغه نوي تهدیدونه او خطرونه نه د دولتونو له خوا ورته متوجه دي او نه په اروپا پوری، چی د ناټو د مسولیت سیمه ده، محدود د پاته دی.

اوس ناټو د ختیځ او لوېدیځ جرمني پرسرحد باندی خپلی قواوی نه دي متمرکزي کړي بلکه د جنگ اصلی کرښه یې اوس په افغانستان کی ده، چی سخت مشکلات یې ورته پېښ کړي دی.

واشنگټن ټایمز ورځپاڼه لیکی ناټو په کال ٢٠٠٦ کی په افغانستان کی دعملیاتو قومانده واخیستله، او ٣٢ زره کسیزه قوه یې ور ولېږله، مگر په هغه هیواد کی ملکی اصلاحات بریالي سوي نه دي - د مخدره موادو تولید زیات سوی دی او اداری فساد روان دی. محکمې، قانونی سسټم او د پولیسو قوه به لا وروسته پرپښو درېږی.

او په داسی حال کی ناټو د طالبانو څخه دجنگ هرمیدان گټلی دی، خو یاغیان ورځ په ورځ زیاتېږی. د واشنگټن ټایمز ورځپاڼه لیکی د ناټود قواو په تېره بیا د هالینډیانو او کاناډایانو تلفاتو په خپلو هیوادونو کی د حکومتونو سره ملاتړ کمزوری کړی دی.

د هالینډ او کاناډا حکومتونه ښایی د یوه کال دپاره په افغانستان کی د خپلو عسکرو دخدمت موده تمدید کړي، مگر تر یوه کال زیات به هغوی ته په داخل کی ستونزي پیدا کړی.

د ناټو نورو متحدینو په افغانستان کی د خپلو قواو د عملیاتو دپاره محدودیتونه وضع کړي دی، خپل عسکر یې د جنگی عملیاتو له ساحو څخه ایستلي دي او دجنگ بار یې زیاتره د ناټو د نورو هیوادونو پر اوږو ورکړی دی. د جنگ لگښتونه وار په وار زیاتېږی.

د جمهور ریس حامد کرزي حکومت په هیواد کی د ننه تر اوسه لا بشپړ کنټرول نه لری او د ناټو حکومتونه اوس هم دې ته حاضر نه دي چی د ضرورت سره سم پوځیان افغانستان ته ولېږی.

واشنگټن ټایمز ورځپاڼه لیکی خبره دا ده چی ناټو افغانستان له لاسه نه سی ورکولای. هر څه قواوی چی د جنگ دمیدان قوماندانان ورڅخه غواړی باید چی ور وې لېږی.

وروسته نو باید مدنی اصلاحاتو ته توجه وکړي، چی دغه گړی یې هیڅ خوند نسته. دا هم دناټو وظیفه ده ځکه په دې کی هیڅ شک نسته چی پرته له اصلاحاتو په افغانستان کی هیڅ کار پر مخ تللای نه سی.

ناټو باید هم د بیا ابادېدلو د پروگرامونو او هم د امنیتی پروگرامونو یوه څېړنه وکړي او بیا نو د اروپایی اتحاد هیوادونه او ملگري ملتونه خپلی مرستی ته را وبولی، او ورڅخه وغواړی چی دغه مسولیت ته اوږه ورسره ورکړی.

که په دواړو کی یوه هم مرسته ورسره ونه کړه نو بیا به ناټو یا په یوازی سر دغه بار ته اوږه ورکوی او یا به ناکامېږی. واقعیت دا دی چی د ناټو تړون نن ورځ دونه مهم دی چی په خپل تاریخ کی یې دونه اهمیت نه وو لرلی مگر یوازي د اهمیت خبره دا تړون فعال او موثر نه سی ساتلای.

دغه راز د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ددوشنبې د ورځی په گڼی کی لیکی چی په سل ها و طالبان په دې نیژدې شپو ورځو کی د کندهار یوې ستراتیژیکی سیمی ارغنداب ته نیژدې سوي دی او د ناټو او حکومتی قواو سره یې نښتي کړي دی.

ورځپاڼه لیکی د کال ٢٠٠١ راهیسی د لومړي ځل لپاره طالبان د ارغنداب سیمی ته ورغلي دي او مستقیما د کندهار ښار تهدیدولای سی. د ارغنداب څخه په سل هاو کسان په کوچنیو موټرونو او لاریو کی د کندهار ښار ته تښتی او په ښار کی یې د خلکو سره وېره پیدا کړې ده.

ورځپاڼه د یوې امریکایی ژورنالیسټی او دمرستو دکارکونکي ساراچېز له قوله، چی د کال ٢٠٠١ راهیسی یې ډېر وخت په کندهار کی تېر کړی دی، لیکی چی دوې هفتې مخکی په ارغنداب کی د حکومت یو طرفدار مشر ملا نقیب الله د زړه د حملې په اثر وفات سو.

هغه په تېرو څو کالو کی په دغه سیمه کی د طالبانو په مقابل کی مورچل نیولی وو او هغوی یې په دې سیمه کی نفوذ کولو ته نه پرېښودل. دا وایی پر ملا نقیب الله باندی طالبانو څو ځله حملې وکړې مگر ژوندی پاته سو او طالبانو دهغه په ژوند کی په دې سیمه کی نفوذ ونه کړ.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی څرنگه چی په هغه سیمه کی د حامد کرزي حکومت کمزوری دی نو طالبانو، چی د ملا نقیب په مړینه ډېر خوشاله سوي وه، د هغه له مړینی څخه دوې هفتې وروسته تر کنټرول لاندی سیمی ته ننوتل.

ورځپاڼه په پای کی د ساراچېز له قوله لیکی دوې هفتې وروسته طالبان د هغه کور ته ننوتل او د هغه پر بام یې رقصونه کول او دا کار په روحیاتی لحاظ ډېره بده اغېزه لری

XS
SM
MD
LG