د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او د ناتو قواوې د یاغي طالبانو سره په سختو جگړو اخته دي


افغان چارواکي رپوټ ورکوی چی د فراه په ولایت کی افغان او د ناتو قواوي د یاغي طالبانو سره په سختو جگړو اخته دي. د سیمي مامورین وایی چی دا جگړې ددوشنبې په ورځ هغه وخت شروع شوې چی یو زیات شمیر یاغیانو د گلستان ولسوالي ونیوله په دغو جگړو کې څو طالبان او دوه افغان پولیسان وژل شوي دي.

مامورین وایی چی د گلستان په ولسوالي کی جگړه نن هم په داسی حال کی روانه وه چی د ناتو په مشري قواو او افغان عسکرو ددې سیمی د بیا نیولو د پاره تعرضی عملیات وکړل.

یاغیانو دغه راز د بکوا ولسوالي هم ونیوله او په سلهاو خلک یې مجبور کړل چی د خپلو کورونو نه ووځی.

له بلي خوا د ننگرهار د ولایت پولیسو ویلي دي چی درې ملکي خلک هغه وخت ووژل سول چی د امریکا په مشري قواو په هغه ځای باندی چی گمان یې کاوه یاغي طالبان په کی اوسیږی حمله وکړه .

XS
SM
MD
LG