د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان د هند د سمندر نه د سمندري قواو کښتۍ باسی


جاپان امر کړی چی خپلي هغه کښتۍ چی په افغانستان کی د ننه او د هغه په شاوخوا سیمو کی د امریکا په مشري قواو ملاتړ کوی د هند د سمندر نه وباسی.

دا فیصله د یوه سیاسی جنجال د راپیدا کیدو په وجه شوې ده. د جاپان ددفاع وزیر دوې ورځي وروسته له هغه چی د جاپان لومړي وزېر ‏(‎ یاسو فوکودا‏)‎ په دې باب د مخالف گوند دمشر سره موافقې ته ونه رسید، نن دا امر وکړ.

ددې کښتیو ماموریت په محلی وخت د شپې په درو بجو ختمیږی، مگر ‏(‎ فوکو دا‏)‎ وعده کړې چی دا ماموریت به ژر تر ژره بیرته نوی کړی ټاکل شوېده چې ښاغلی ‏(‎ فوکودا ‏)‎ په دې هفته کی د جاپان د مخالف دیموکراتیک گوند د مشر ‏(‎ ایشیرو او زاوا‏)‎ سره وگوری او ددې جنجالي ماموریت په باب یوې روغي جوړی ته سره ورسیږی.

د امریکا د دفاع وزیر ‏(‎ رابرټ گېټس ‏)‎ بله هفته جاپان ته روان دی او دا یقیني ده چی همدا موضوع به د هغه د خبرو د آجندا په سر کی وی. گېټس به چین او جنوبی کوریا ته هم ولاړ سی.

XS
SM
MD
LG