د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزېره بینظیر بوتو نن دوبئ ته ولاړه


د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزېره بینظیر بوتو نن دوبئ ته ولاړه . هغې مخکی ویلی و چی دا دوبئ ته خپل سفر له دې کبله ځنډوی چی داسی آوازې خپرې دي چی وایی حکومت به شاید اضطراری حالت اعلان کړی.

مېرمن بهټو وویل دا آوازې د ستري محکمې د هغی فیصلې سره اړه لری چی د جمهوري ریاست په انتخاباتو کی د جنرال مشرف د کامیابۍ د قانونیت په باب به یې کوی.

ټاکل شوې په دې باب ستره محکمه سبا غونډه وکړی . میرمن بوتو دوبئ ته د خپلي کورنۍ لیدو ته ورغلې ده.

XS
SM
MD
LG