د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان صدراعظم د مخالف مشر سره د افغانستان د ماموریت په باب خبري کوی


د جاپان صدراعظم یاسو فوکودا د هغه ملک د غټ مخالف گوند د مشر سره په خبرو اخته دی چی په افغانستان کی د ننه او د هغه په شاوخوا سیمو کی د تروریزم ضد عملیاتو په باب یوې روغی جوړی ته سره ورسیږی.

د ٢٠٠١ کال را پدې خوا د هند په سمندر کی د جاپان کښتۍ هغو کښتیو ته تیل برابروی چی په افغانستان کی د امریکا په مشري قواو ملاتړ کوی مگر د جاپان د قوانینو په اساس دا ماموریت د پنجشنبې په ورځ ختم شو او د هغه ملک د پارلمان مخالفو وکیلانو د هغه د تمدید مخه نیولې ده.

ښاغلي فوکودا نن د مخالف دیموکراتیک گوند د مشر‏(‎ ایشیرو اوزاوا‏)‎ سره وکتل او هغه ویلي دی چی کښتیو ته د تیلو برابرولو ماموریت د ملگرو ملتو احکام نه لری او د جاپان د اساسی قانون په خلاف دی.

د جاپان مطبوعات وایی چی ښاغلي فوکودا د خپل حاکم لیبرال دیموکراتیک گوند او د اوزاوا د گوند تر منځ د ائتلاف غوښتنه کړې ده او غواړی دغه ماموریت ته د حل یوه لاره پیدا کړی . ‏

XS
SM
MD
LG