د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ستره محکمه غواړی د انتخاباتو په مسالې باندی ژر غور وکړی


د پاکستان ستره محکمه وایی چی د پرویز مشرف د بیا انتخابیدو په باب به ددوشنبې په ورځ استماعیه غونډه وکړی او خپله هغه فیصله یې بدله کړه چی ویلي یې و دا غونډه به یوه هفته وځنډوی.

محکمې په نظر کی درلودل چی غونډه د نومبر په ١٢ مه فقط درې ورځي مخکی له هغه وکړی چی د جنرال مشرف د جمهوري ریاست دا روانه دوره ختمیږی.

دغه لومړني ځنډ دا آوازې تودې کړې چی که محکمه د جنرال مشرف د اکتوبر د میاشتي د شپږمي نېټې د انتخاباتو کامیابي قبوله نه کړی ، نو هغه به شاید په ملک کی اضطراری حالت اعلان کړی.

مخالف فعالین د جنرال مشرف د بلي دورې د جمهوري ریاست په قانونیت باندی اعتراضونه کوی او وایی چی هغه په یوه وخت کی دوې وظیفې چی هم دی جمهوررئیس وی او هم دی د پوځي قواو اعلی قوماندان وی نه سی تر سره کولای .

XS
SM
MD
LG