د لاس رسي وړ اتصالات

د المان ماموران وائې، صدراعظمې انجیلا مرکل بی له اعلان نه افغانستان ته رسیدلې ده


په کابل کې دالمان سفارت نن دشنبی په ورځ دغه رپوټ تائید کړچې وائې، میرمن مرکل دجنوبی آسیا دغه هیواد ته لومړی سفر کوی مگر سمدستی ددغه سفر په باب تفصیلات ندی ورکړل شوی.

د تیری میاشتې په سر کې دالمان پارلمان په افغانستان کې دخپلو عسکرو ددوری اوږدول تصویب کړل، سره لدی چې په دغه هیواد کې دالمان دعسکرو دماموریت سره دخلکو ملاتړ شویدی.

د المان ولسې جرگې یا بوندیستاگ په ۴٥۴ موافقو او ٧٩ مخالفو رایه وباندی فیصله وکړه چې په افغانستان کې دی دالمان دعسکرو دوره دی یو کال نوره اوږده شی.

د اولسې جرگې ۴٨ غړو په رائې گیری کې گډون ونکړ. د ناټو دبین المللی قوی دیوې برخې په حیث دالمان دری زره عسکر د افغانستان په شمال کې ځای په ځای شوی دی.

المان ددی پیشنهاد په مقابل کې مقاومت وکړ چې وائې، دافغانستان په ناارامه جنوبی سیمه کې دی خپل عسکرځای په ځای کړی، په دغه سیمه کې دناټو قواوی دیاغی طالبانو سره په جگړه اخته دی.

XS
SM
MD
LG