د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان جمهور رئیس دې هیواد کې اظطراري حالت اعلان کړ


دغه اعلان د پاکستان په رسمي راډیو تلویزیون کې نن واورول شو او دا کار د یوه اظطراري غونډې نه وورسته وشو.

د تلویزیون په رپوټ کې ددغه کار دلیل نه دی ښودل شوی خو دا کار د هفتو هفتو اوازو نه وروسته کیږي چې ویل شوي ؤ چې جمهور رئیس چې د پوځ مشر هم دی اظطراري حالت به اعلانوي.

په پاکستان کې دا حالت د سیاسي ناکراریو او د اسلامي جنگیالیو د بریدونو نه وروسته کیږي. نن وختي، د شمال غربي سیمې په ناکراره برخه کې ١٢٠ پولیس او دا منیت کسان د یوه برید په ترڅ کې چې په سوات کې د پولیسو په پوسته باندې وشوه، یرغمل ونیول شول.

خو د جنگیالیو یو ویاند وروسته وویل چې ټول یرغمل شوي وروسته بې له کوم ضرر نه بیرته خوشې شول.

د جمعې په ورځ جنگیالیو ۴٨ کسان چې ویل کیږي د دولت کسان وو ونیول.

دوی وروسته تر دې چې مطبوعاتو ته وښودل شول بیرته خوشې شول. خو پاکستاني چارواکو ددغو ادعاگانو په هکله څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG