د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې داظطرارى حالت اعلانول دنړېوال انتقاد سبب شوېدى


د پاکستان جمهور رئېس جنرال پروېز مشرف په پاکستان کې بېړني حالات اعلان کړېدى او دغه کار نړېوالو اعتراضونون سبب شوېدى. د پاکستان مهم متحد هېواد امرېکا ووېل دوى په دې باندى ډېر پرېشانه اوخواشېنى دى او څومره ژر چې کېدلى شى د دېموکراسى بېا راتلو ته دې لاره اواره شى.

د امرېکا ددفاع وزارت پنتاگان وايي د اظطرارى حالت اعلان پاکستان ته دامرېکا په مرستو باندى کومه اغېزه نلرى.

د پنتاگان ېونطاق جېف مورېل ووېل دامرېکا ددفاع وزېر رابرت گېټس له نېژدى نه ددغو حالاتو څارنه کوى.

دامرېکا د باندنېو چارو وزېرې کانډو لېزا راېس د جنرال مشرف دغه اقدام د تاسف وړ بللى دى او دواړه خواوېې دېته هڅولى دى چې له صبر او زغم نه کار واخلى.

د امرېکا د بهرنېو چارو د وزارت نطاق شان مکورمک ووېل امرېکا له جنرال مشرف نه توقع لرى چې په خپله وعده وفا وکړى او مخکى له دېنه چې په خپله دوېمه دوره باندى پېل وکاندى د پوځ د مشرۍ نه استعفى وکړى. په لندن کې دبر تانېې خارجه وزېر ډېوېډ مېلبند ووېل د پاکستان ثبات، انکشاف، اوسوله ئېزه اېنده ددېموکراسى په راوستلو او قانون په حاکمېت پورې تړلى ده.

په هند کې چې د پاکستان رقېب هېواد دى داظطرارى حآلت داعلان په مقابل کې عکس العمل خاموش و. د نوي ډېلى حکومت په دې تاسف وکړ چې چې پاکستان له سختو حالاتو سره مخامخ دى. داهم ووېل شول چې هند دېته اسره من دى چې په پاکستان کې عادى حالات بېرته ډېر ژر راوستل شى.

د پاکستان پخوانى لومړۍ وزېرې مېرمن بېنظېر بهټو په جنرال مشرف باندى غږ وکړ چې سمدالاسه له خپلې وظېفې نه استعفى وکړى. جنرال مشرف په ١٩٩٩ مېلادى کې د پخوانى لومړى وزېر نواز شرېف حکومت ړنگ کړ او په ېوه سپېنه کودېتا کې ېې قدرت ونېو.

د پاکستان پخوانى لومړى وزېرې بېنظېر بهټود جنرال مشرف له پلوه د شنبى په ورځ په پاکستان کې د عاجلو حالاتونا فذول محکوم کړېدى او وېلى ېې دى چې د ا د سترى دېکتاتورۍ او ټولواکۍ په لورېو بل قدم دى.

مېرمن بهټو د بېړنېو حآلاتو اعلان مارشل لا ېا د نظامى حکومت اعلان وباله ځکه چې جنرال مشرف د پوځ د مشر په حېث ددغه راز حالت اعلان وکړ.

هغې لوړه وکړه چې ددې گوند به دا حالت قبول نکړى. هغې ووېل د اظطرارى حالت خلاف به مظاهرى او اعتراضونه وکړى.

مېرمن بهټو ووېل چې دا په دې هم عقېده لرى چې عاجل حالات ددى لپاره جوړ شوېدى چې هغه پارلېمانى انتخابات وځنډول شى چې په راتلونکى کال کې کېدل.

هغې ووېل دا پلان لرى چې له نورو سېاسى مشرانو سره ملاقات وکړى چې په داسى ستر اتېژى باندى ورسره خبرى وکړى چې د جنرال مشرف دا امر چې اساسى قانون ېې ځنډولى دى بېرته فسخ سى.

XS
SM
MD
LG