د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو دراپرزولو نه وروسته دافغان ماشومانومړینه کمه شویده


دافغانستان دعامی روغتیا وزارت وائې، دپنځو کالو نه دکموعمرونو‏(‎٨٩ ‏)‎ زره ماشومان به ښايي دطالبانودرژیم په وخت کې مړه شوی وی خو هغوی اوس په دارودرملو کې داصلاح راوستلو په سبب ژوندی دی.

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی نن دیکشنبی په ورځ په کابل کې په مطبوعاتی کنفرانس کې دبین المللی ټولنو دمرستو او دافغانستان دعامی روغتیا دوزارت دکارکونکو له کار نه مننه وکړه چې دهغې په سبب دماشومانو په مړینه کې ٢٥ فیصده کموالی راغلی دی.

د یود پاسه په دوه زرم کال کې چې دامریکا په مشری قواو دطالبانو رژیم راوپرزاوه اوله هغې نه راپدی خوا ملگرو ملتونو، بین المللی بسپنه ورکونکو ملکونو او غیر دولتی مؤسسو دافغانستان په بیاودانولو باندی په میلیاردو ډالره لگولی دی.

لیکن د طالبانو بغاوت او دوامداره کمزوری امنیت هغه کوښښونه دخنډونو سره مخامخ کړیدی چې دهیواد په زیاتو سیمو کې دبیاودانولو لپاره کیږی اوغواړی مرستی ورته ورسوی.

XS
SM
MD
LG