د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفیر غواړی چې دعراق په باب دایران سره نوی خبری وکړی


په عراق کې دامریکا سفیر ‏(‎رین کراکر‏)‎ وائې، دی توقع لری چې دخپل ایرانی انډول سره ډیر ژر دعراق دامنیتی موضوعاتو په هکله خبری وکړی.

ښاغلی کراکر پرون دشنبی په ورځ په استانبول کې دهغه بین المللی کنفرانس په څنگ کې دا اعلان وکړ چې دعراق په باب جوړشوی و. هغه وویل، دغه غونډه به په راتلونکو هفتو کې وشی.

ښاغلی کراکر وویل، دجولای د میاشتی په غونډه کې ده او دایران سفیر حسن قومی دواشنگټن دهغو تورونو په سر یوبل ته سختی خبری وکړی چې وائې، ایران په عراق کې دشعیه ملیشوسره پخپلو مرستو کې زیاتوالی راوستی دی.

ایران دغه تورونه ردوی . دایران دبهرنیو چارو وزیرمنوچهر متکی پرون دشنبی په ورځ دملگرو ملتونو نه وغوښتل چې له عراق نه دټولوخارجې قواو دایستلو بندوبست وکړی.

له بل پلوه دامریکا پوځی مقامات وائې، امریکائې عسکرو دعراق په شمال اومرکزکې پنځه تنه وسله وال ووژل اولس تنه نورئې ونیول .

XS
SM
MD
LG