د لاس رسي وړ اتصالات

ترکېې پوځیانو د‏(‎٨)‎ تنو عسکرو خوشی کول تائید کړیدی


د ترکېې پوځی مقامات وائې، دعراق په شمال کې کردی یاغیانو هغه اته تنه عسکر خوشی کړیدی چې دوه هفتی پخوا په ترکېه کې تښتول شوی وو.

دهغې ډلې یاغیانو چې د کردستان دکارگرو دگوند ‏(‎پی.کی.کی. ‏)‎ نه جداشویدی،نن دیکشنبی په ورځ دعراق په شمال کې دسیمه ایزه حکومت مامورانوته دغه عسکر تسلیم کړل.

یاغیانو دعراق سرحد ته نژدی دترکېې په خاوره کې دغه عسکر تښتولی وو. دغه عسکر یوه ورځ وروسته له هغې خوشی کړی شول چې دعراق صدراعظم نوری المالکی وویل، حکومت ئې دهغو یاغیانو په خلاف جدی اقدامات کوی چې په گاونډی ترکېه کې دحملو مسؤل وی.

ښاغلې مالکی داتبصره په هغه بین المللی کنفرانس کې وکړه چې پرون دشنبی په ورځ استانبول کې دعراق په باب جوړشوی واو وائې، دخپلو گاونډیانو په خلاف دعراق له خاوری نه باید حملی ونشی.

ترکېه په عراق باندی فشارراوړی چې د ‏(‎ پی.کی.کی. ‏)‎ ډله وځپی . دغه ډله دعراق په شمال کې مرکزونه لری .

XS
SM
MD
LG