د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانی دپوځ په رپوټ کې دعراق دجنگ په پلان باندی انتقاد شویدي


د بریتانی دتلیگراف په نامه ورځپاڼی ددغه هیواد دپوځ رپوټ نن دیکشنبی په ورځ خپورکړی دی او په بی سابقې ډول ېې دجنگ په پلان او اجرائراتو باندی انتقاد کړیدی.

ورځپاڼه وائې، شپاړس پاڼې سند چې د خپریدواجازه ورته نه وه ، مطبوعاتوته رسیدلی دی چې وائې، دصحیح پلان، منابعو، بودیجی او استخباراتو نه درلودلو دعراق عملیاتو ته تاوان ورساوه.

دغه ورځپاڼه دسند له قوله لیکی چې دبریتانی قوماندانان دخپلو هغو کوښښونو دکامیابی په باره کې ناامیده وو چې دبیا ودانولولپاره ئې کول.

له دغه تحلیل نه چې ددوه زره شپږم کال په اخرکې شوی و، داهم څرگندیږی چې ښائې امریکا او بریتانی داشغالگرو قدرتونو په حیث دجنگ په وخت کې دملکیانو دژغورنی په ارتباط دژنیو دکانوینسیونو مراعات نوی کړی.

XS
SM
MD
LG