د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د فراه په ولاېت کې د خاک سفېد اولسواولۍ پرون ونېوله


طالبانو د فراه په ولاېت کې د خاک سفېد اولسواولۍ پرون د ېکشنبې په ورځ ناوخته ونېوله. د پولېسو او حکومت نور چارواکى بې له جگړې نه له دغې اولسوالى ته وتښتېدل.

ېوه افغان چارواکى د فرانسى خبرى اژانس ته وروسته ووېل چې پولېس افغان او دناټو قواوې په دې وتوانېدلى چې ېو څو ساعته وروسته دغه ولسوالى بېرته ونېسى.

دا درېمه ولسوالى دى چې طآلبانو په دغه سېمه کې ونېوله. تېره اونۍ طالبانو د بکواو گلستان اولسوالۍ د فراه په ولاېت کې ونېولى.

ځايي چارواکىوايي کله چې طالبان حمله وکړى افغان پولېسان بې له دېنه چې جگړه وکړى هغوى ته ځاى خالى کوى او په شا ځى.

طالبانو پخواهم د افغانستان په لېرې پرتو سېمو کې کلى نېولى دى خو معمولا ېې د ناټو قواو ته بېرته پرېښى دى.

خو سره له دې هم هغوى د سږکال له اولو وختونو نه تراوسه پورې دهېلمند په ولاېت کې موسى کلا په خپله ولکه کى ساتلى ده.

XS
SM
MD
LG