د لاس رسي وړ اتصالات

راېس: مشرف ته پکار دى چې د پوځ له مشرۍ نه استعفى وکړى


د امرېکا د باندنېو چارو وزېره کانډو لېزا راېس وايي د پاکستان جمهور رئېس جنرال مشرف ته پکار دى چې د پوځ له مشرۍ نه استعفى وکړى او ملکى حکومت بېرته فعال کړى.

کانډو لېزا راېس په لوېدېزه غاړه کې نن ددوشنبى په ورځ په ېوه خبرى کنفرانس کې جنرال مشرف دېته وهڅاوه چې خپله وعده پوره کړى او د پوځ له مشرۍ نه استعفى وکړي.

هغې ووېل چې د پاکستان لپاره تر ټولوغوره لاره داده چې بېرته د اساسى ترسېورى لاندى حکومت ته راستون شى او ترهغې وروسته انتخابات وشى.

نن دورځى دوخته دامرېکا ددفاع وزارت دهمکارى ېو مجلس چې ټاکل شوې وه په دې اونى کې وشى په دې سبب وځنډول شو چې جنرال مشرف په خپل هېواد کې اظطرارى حالت اعلان کړېدى.

ټاکل شوې وه چې د دفاع په وزارت کې د پالېسى د چارو مرستېال اېرېک اېډل من د نومبر په شپږمه او اومه نېټه پاکستان ته سفر د بحث اومذاکراتو لپاره سفر وکړى.

خو د پنتاگان نطاق جېف مورېل چې ددفاع له وزېر رابرټ گېټس سره د پېکنگ په سفر بوخت دى نن ددوشنبى په ورځ ېې ووېل چې چارواکى اسره من دى چې ددغه مجلس لپاره بل وخت وټاکى البته کله چې په پاکستان کې شراېط ښه شى.

د امرېکا د باندنېوچارو وزېرې مېرمن راېس ووېل چې امرېکا پاکستان ته په خپلو مالى مرستو باندى له سره کتنه کوي د ٢٠٠١ مېلادى کال نه را په دېخوا دامرېکا مالى مرستى پاکستان ته لس مېلېاردو ډالرو ته رسېږي.

ددغو مرستو زېاته برخه د پاکستان پوځ ته ورکړل شوېده. مېرمن راېس ووېل چې پاکستان په خپله انډېوالى کې له پاکستان سره د ترهگرى خلاف جگړه کې متعهد دى او خپل تعهد ته به دوام ورکړى.

مېرمن راېس ووېل چې د بش حکومت د شنبى له ورځې نه مخکى د پاکستان حکومت ته له هغه څه سره خپل مخالفت څرگند کړېدى چې داېې له ( اساسى قانون سره مغاېر) اقدامات بولى.

XS
SM
MD
LG