د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې لومړى وزېر او د امریکا جمهور رئیس په سپینه ماڼئ کې نن خبرې کوي


د ترکیې لومړى وزېر رجب طیب اردوان او د امریکا جمهور رئیس په سپینه ماڼئ کې نن خبرې کوي چې څنگه د عراق په شمال کې کردي یاغیان په ترکیه باندې خپلې حملې بندې کړي.

د کردي یاغیانو د پرله پسې حملو نه وروسته ترکیې اعلان کړی دی چې ممکن په هغه صورت کې چې د عراق پوځ او امریکايي پوځیان کردي یاغیان د حملې نه منع نه کړي نو د عراق شمال ته به خپل پوځونه واستوي.

امریکا ترکیې ته اخطار ورکړی دی چې هر هغه اقدام نه ځان وژغوري چې سیمه بې ثباته کړي او ددې په ځای عراق، ترکیه او امریکا په گډه داسې لیارې چارې ولټوي چې څنگه کردي یاغیان مهار شي.

د بش او اردوان د خبرو په درشل کې کردي یاغیانو ترکي یرغمل شوي عسکر خوشې کړي دي. کردي یاغیانو د یوې حملې په ترڅ کې ١٢ ترکي عسکر وژلي وو او یو شمیر نور یې یرغمل نیولي وو.

د عراق په شمال کې د کردانو خود مختار حکومت وايی دوی د یرغملو په خوشې کولو کې په یاغیانو باندې فشار راوړی ؤ.

XS
SM
MD
LG