د لاس رسي وړ اتصالات

په کېوبا کې د گوانتانمو د زندان ېوولس تنه بندېان خپلو هېوادونو ته ور لېږل شوېدى


په کېوبا کې د گوانتانمو د زندان ېوولس تنه بندېان خپلو هېوادونو ته ور لېږل شوېدى. دامرېکا د دفاع وزارت د ېکشنبى په ورځ ووېل چې اته بندېان افغانستان او درى تنه اردن ته ورلېږل شوېدى.

دامرېکا ددفاع وزارت ووېل چې ددغو ېوو لسو کسانو په برخه کې پراخه او دقېقه کتنه وسوه او تر هغې وروسته دا پرېکړه وسوه چې هغوى باېد خپلو هېوادونو ته ولېږل شى.

دامرېکا پوځ ووېل ددغو بندېانو لېږل خپلو هېوادونو ته داڅرگندوى چې امرېکا دا نېت نلرى چې توقېف شوې کسان له ضرورت نه پرته په گوانتانموکې وساتي.

دامرېکا ددفاع وزارت پنتاگان وايي چې اوس په گوانتانمو کې ٣٢٠ کسان پراته دي. له دې جملى نه اتېا کسه ددې وړ گڼل سوېدى چې ېا خپلو هېوادونو ته ولېږل شى او ېا له زندان نه خوشى سى.

د ٢٠٠٢ مېلادى کال راهېسى ۴٥٠ کسان له گوانتانمو نه تللى دى.

د بشرى حقوقو ادارو پر امرېکا باندى په دې خبره اعتراض کړېدى چې بندېان ېې په داسى حال کې ساتلى دى چې نه ېې په رسمى ډول کوم تور پرې لگولى دى او نه دا اجازه ورکوى چې هغوى مدافع وکېل ونېسى او ېا هغه بېلگى اوشواهد وگوري چې ددوى په خلاف ترېنه کار خېستل کېږي.

XS
SM
MD
LG