د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا پاکستان دېته هڅوى چې د انتخاباتو لپاره ثابت مهال وېش وټاکى


امرېکا پاکستان دېته هڅوى چې د انتخاباتو لپاره ثابت مهال وېش وټاکى چې د جنرال مشرف له خوانه د اضطرارى حالت د نا فذولو نه وروسته د مخ په زېاتېدونکېو اندېښنو مخه ونېسى.

آن پېټرسن د پاکستان د انتخاباتو د کومېسېون د چارواکېوسره په ېوه مجلس کې په دې ټېنگار وکړ چې انتخابات لکه څنگه چې د راتلونکى کال د جنورى په نېمايي کېدونکى ول باېده په هماغه وخت ترسره شى.

د انتخاباتو په باب ضد او نقېض رپوټونه راغلى دى او دانه معلومېږى چې حکومت د عمومى انتخاباتو د کولو لپاره څه پلان لرى.

د امرېکا سفېر په پاکستان کې غږ کړېدى چې هغه په سوونو پاکستانېان دې خوشى شى چې د اضطرارى حالت د اعلانولو نه وروسته په تېرو څوورځو کې نېول شوېدى.

د تېرې دوشنبى په ورځ جمهور رئېس جورج بش پر جنرال مشرف باندى فشار واچاوه اضطرارى حالت پاېته ورسوى، انتخابات وکړى او د پوځ د مشرۍ نه استعفى وکړى.

د امرېکا خارجه وزېر ې کانډو لېزا راېس هم شخصا جنرال پروېز مشرف ته تېلېفون وکړ او د پاکستان د حالاتو په باب ېې د واشنگټن په اندېښنو باندى ټېنگار وکړ.

امرېکا پاکستان ترهگرى خلاف جگړه کې خپل متحد او انډېوال هېواد گڼى.

تراوسه پورې ېې پاکستان ته لس بېلونه ډالره مرستى ورکړى دى. ددغومرستو زېاته برخه له ٢٠٠١ نه را په دېخوا دنظامى مرستو په بڼه ورکړل شوېده.

XS
SM
MD
LG